افغان پوسټ د عامه خدمتونو آنلاین پورټال پرانیست!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۸:۵۶
.

نن یکشنبه، افغان پوسټ دولتي شرکت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامه خدمتونو لپاره یو آنلاین پورټال پرانیست، چې تر دې وروسته به ټول اړوند عامه خدمتونه د یاد پورټال له لارې وړاندې کېږي.

د دغه سیسټم له لارې به د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې د تصدیق څانګې اړوند عامه خدمتونه په آنلاین بڼه پروسیس کېږي، چې له مخې به یې د اسنادو په لېږد کې چټکتیا، په لګښتونو کې د پام وړ کمښت، د وخت سپما، د اسنادو خوندیتوب او عصري سازي رامنځته شي.

د افغان پوسټ لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس رسنیو ته وویل چې افغان پوسټ اوس مهال د بېلابېلو ادارو ۱۵۰ عامه خدمتونه، د برېښنايي کولو په موخه تشخیص کړي، چې دمګړی به د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق او په راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، پوهنې وزارت او نورو ادارو اړوند خدمتونه د یاد سیسټم له لارې تنظیم کړای شي.

دوی زیاته کړه، چې د عامه خدمتونو د ساده سازۍ تر څنګ به په نږدې راتلونکي افغان پوسټ شرکت د "سمارټ پوسټ" چارې پېل کړي، چې له دې سره به هر کور، دفتر او ادارې ته یو ځانګړی پوسټ کوډ ورکړل شي او له دې سره به د پته موندنې چارې آسانه او افغانستان به له عصري پوسټي خدمتونو څخه برخمن شي.

د افغان پوسټ تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین وویل چې د عامه خدمتونه دغه پورټال د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو د تصدیق لپاره، د افغان متخصصینو له لوري چمتو شوی عصري او Open Source سیسټم دی، چې د وخت په تېرېدو د نورو ادارو د خدمتونو د انضمام وړتیا لري او د هر ډول تخنیکي بدلون جوګه دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۵۵
Background image

د افغان پُست جومات پرانیسته!

په داسې حال کې، چې د افغان پُست شرکت ودانیزې چارې لا هم دوام لري، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د دغه شرکت تازه جوړ شوی جومات د احمد وحید ویس له خوا د جماعت لمانځه له ادا کولو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۲۳:۲۱
Background image

افغان پوسټ د کارګو چوپړتیاوو د رامنځته کولو په موخه پنځه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ؛

نن چهار شنبه، ۱۴۰۰ د وري ۱۸مه، د کارګو چوپړتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان پوسټ دولتي شرکت، سوداګرۍ وزارت، د ملکي هوانوردۍ ادارې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۸:۵۶
Background image

افغان پوسټ د عامه خدمتونو آنلاین پورټال پرانیست!

نن یکشنبه، افغان پوسټ دولتي شرکت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامه خدمتونو لپاره یو آنلاین پورټال پرانیست، چې تر دې وروسته به ټول اړوند عامه خدمتونه د یاد پورټال له لارې وړاندې کېږي.

د دغه. . .

بیرته تګ