افغان پوسټ شرکت، (د اسنادو مدیریت سیسټم) پرانیست!

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۹:۳۱
.

د افغان پوسټ شرکت تخینکي ټیم، د دغه شرکت د لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري په هدایت، په اداري چارو کې د روڼتیا او چټکتیا په موخه (DMS) یا د اسنادو مدیریت سیسټم رامنځته کړ.

د دغه سیسټم له لارې به، د افغان پوسټ شرکت ټولي کتبي چاري، الکټرونیکي بڼې ته اوړي او نور به د رسمي مکتوبونو، استعلامونو، پیشنهادونو او نورو ورته فزیکي مکتوبونو طي مراحل په الکټرونیکي بڼه تر سره کیږي.

کارکوونکو ته د دې سیسټم د روزنیز ورکشاپ په لومړۍ ورځ، ښاغلي ناصري په ټول هېواد کې د پوسټ خونو کارکوونکو ته د دغه ورکشاپ د غځېدو او ژر تر ژره د دغه سیسټم پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، عقرب میاشتې ۲۸ مه نېټه، کابل د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۰:۸
Background image

د 1403 هـ ل کال، عقرب میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د هېواد جنوب او لودیځو ولایتونو ته د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي رسمي سفر پای ته ورسید:

یاد سفر په جنوب لودیځو ولایتونو کې د پُستي خدمتونو د څرنګوالي او څارنې په موخه په لار اچول شوی وو د سفر په ترڅ کې ښاغلي مکي او ورسره مل پلاوي د جنوب لودیځو حوزې اړوندو ولایتونو له. . .

بیرته تګ