افغان پُست دولتي شرکت له حساب پی شرکت سره د برښنا د بیلونو د تحویلی هوکړه لېک لاسلېک کړ!
دغه هوکړه لېک د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ هـ ش کال د دلوی په څلورمه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی او ښاغلی محمد هاشم نظام د حساب پی د شرکت رئیس تر منځ لاسلېک شو.
د دغه هوکړه لېک په اساس به هېوادوالو ته اسانتیا برابره شي تر څو د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د خپل برښنا د مصرف بیلونه تحویل کړي.