انجنیر حامد ناصري د افغان پوسټ شرکت د لوی رییس په توګه وټاکل شو!

haroon.abadi
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۹:۲۲
.

ښاغلی ناصري، چې د ننګرهار پوهنتون د انجنیرۍ په څانګه کې د لسانس تر کچې زده کړې لري، رسمآ د ماليې وزارت مشرتابه هیئت له لوري، د افغان پوسټ شرکت د لوی رییس په توګه پر دنده وګمارل شو.

د افغان پوسټ شرکت کارکوونکو ته د معرفۍ په غونډه کې ښاغلي ناصري وویل: ولس کار ته اړتیا لري او باید له کوم قومي او سمتي تبعیض پرته په ټول توان کار ورته وشي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې، د افغانستان اسلامي امارت دریځ روښانه دی او په دې اداره کې، د فساد او قومي تبعیض موضوعات ورته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د ناستې په پای کې، ښاغلي ناصري د ټولو څانګو له رییسانو او امرینو څخه وغوښتل، چې د چارو د چټکتیا په موخه دې ژر تر ژره، د خپلو اړوندو چارو کاري طرحې له دوی سره شریکي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ