تر دې وروسته به د پارسلونو، پوسټي مراسلاتو او وړو پوسټي کڅوړو ګمرکي ترخیص، د ساعتونو پر ځای له دوو څخه تر درېیو دقیقو پورې وخت نیسي.

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۳:۱۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال عبدالهادي ذهین، د حکومت د رسنیو مرکز په یوه ناسته کې د (EAD Custom او CDS) په نومونو نوی پُستي اپلکیشن او سیټم چې د پُستي کڅوړو د ګمرکي مسایلو د چټکتیا په موخه د (UPU) یا پُست نړیوالې ټولنې له خوا جوړ شوي، پرانیستل.

ښاغلي ویس، رسنیو ته په خبرو کې وویل، تر دې وړاندې د پېرودونکو د پُستي کڅوړو ګمرکي پروسې ساعتونه وخت ضایع کاوه او د دغه سیسټم له رامنځته کېدو سره به دا پړاوونه ایله په دریو دقیقو کې تر سره کیږي.

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې به ټول پُستي توکي د پلټنې او قیمت ټاکلو په موخه د ګمرکي مسوولینو له خوا خلاصېدل، چې دې چارې له نورو ستونزو سربېره د ګډونوالو زیات وخت ضایع کاوه، خو په وینا یې له دې وروسته به د هرې پُستي کڅوړي ډول، بیه او نور اړوند مالومات د ګډونوال له خوا سیسټم ته ثبتیږي.

ښاغلي ویس په سیسټم کې د هر هېواد د ځانګړو پُستي اصولو او مقرراتو شتون، د دغه سیسټم بله ځانګړنه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته پېرودونکې کولای شي، د دغه سیسټم له لارې د پُستي ممنوعاتو په تړاو ټول مالومات تر لاسه کړي، څو پوه شي کومو هېوادونو ته څه شی استولای شي.

په ناسته کې ښاغلي ذهین وویل، افغان پُست شرکت د لا ښې همغږۍ په موخه د دغه اپلکېشن له لارې د پُست نړیوالې ټولنې له ۱۵۰ غړو هېوادونو سره نښلول شوی.

د نوموړي په وینا، EAD یو ساده پلټفورم دی، چې د پېرودونکو د وخت ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې پام وړ مرسته کولای شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ