د افغانستان د خونو فدراسیون له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۴۹
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د سوداګرۍ خونو فدراسیون له رییس، ښاغلي محمد اسماعیل غضنفر سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت کارګو خدمتونو له لارې له دغه فدراسیون سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

په ناسته کې ښاغلي غضنفر، د افغان پُست شرکت له مخ پر ودې خدمتونو څخه د ستاینې تر څنګ، له دغه کمیسیون سره د کارګو لېږد په برخه کې د افغان پُست شرکت له همکارۍ قدردانی وکړه او زیاته یې کړه؛ چې د خدمتونو لا اغېزمنتیا په موخه به د دغه کمیسیون غړي سوداګر افغان پُست شرکت ته ور وپېژني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ