د افغان بیسیم شرکت له عمومي رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د افغان بیسیم شرکت له عمومی رییس، ښاغلی علي الله سروري سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت اوږدمهاله پلانونو او وروستیو پرمختګونو ته د اشارې تر څنګ زیاته کړه، د افغان پُست شرکت چمتو دی چې د اړتیاوو پر اساس له بیات ګروپ او په ځانګړې توګه افغان بیسیم شرکت سره هر اړخیزې همکارۍ ولري.