د افغان پوسټ شرکت او بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست تر منځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۰:۱۴
z

دغه هوکړه چې پر اساس یې، د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تصدیقېدونکو اسنادو، د انتقال او وېشلو مسوولیت افغان پوسټ شرکت په غاړه لري، د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي انجینر حامد ناصري او بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس ښاغلي محمد شفیق خطیب له خوا لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې ټول هېوادوال کولای شي، د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تصدیق په موخه خپل رسمي سندونه له کوم سرخوږي او بې ځایه لګښتونو پرته، په پوره روڼتیا، تر ټولو نېږدې پوسټ خونې ته وسپاري او له تصدیقېدو وروسته یې بېرته له هماغې پوسټ خونې تر لاسه کړي!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ