د افغان پُست امارتي شرکت د لوګر، پکتیا او خوست ولایتي دفترونو(پُست خونو) څخه د عملیاتي او تجارتي مرستیال ښاغلي انجنیر حامد ناصری او ورسره مل پلاوي لیدنه.
په دغه سفر کې ښاغلي ناصري او ورسره مل پلاوي د ولایتي پٌست خونو عمومي مدیرانو او د ولسوالیو کارکوونکو سره وکتل، د کتني په ترڅ کې ښاغلي ناصري کارکوونکو ته په یو شمیر نویو تخنیکي مواردو باندي هر اړخیز بحثونه ترسره کړل او مهمي لارښونې یې کارکونکوته وکړي او هغوي سره یې خپلي اړینې لارښوونې شریکي کړي، په پای کې یې ټولو کارکوونکو ته په چارو کې د بریاليتوبونو هیله څرګنده کړه او د ښه تنظیم په موخه یې ورته ځیني اړینې سپارښتنې وړاندې کړي.