د افغان پُست او کام آير هوايي شرکت تر منځ د پُستي بستو د انتقال هوکړه لیک

afghanpostadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۵/۱۵ - ۱۲:۵
afghanpost

نن دوشنبه د ۱۳۹۷ د اسد مياشتې په ۱۵مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُست ادارې رئیس احمد وحيد ویس او د کام آیر هوائی شرکت د حقوقي مرستيال تر منځ په داسې حال کې د پُستي بستو د انتقال هوکړه لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.
ددغه هوکړه لیک له مخې د کام آیر شرکت مکلف دی چې په هېواد کې دننه او په نړېواله کچه د افغان پُست ادارې سره د پستي بستو د لېږد را لېږد په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او بدون له ټرانزيټ څخه د هېواد والو مراسلات تر اړوند ځای ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ