د افغان پُست دولتي شرکت او سلام مخابراتي شبکې تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لېک لاسلېک شو!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۵:۳۱
,

دغه هوکړه لېک نن د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وږي په ۱۴ مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت په عمومی ریاست کې د یوي غونډې په ترڅ کې لاسلېک شو، د یاد هوکړه لېک له مخې به هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د سلام مخابراتي شبکې سېمکارټونو او خدمتونو ته لاسرسۍ ولري.

د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی او د افغان تیلی کام مخابراتي شرکت لوی رئیس ښاغلی پوهنیار علی احمد سامند په خپلو ویناوو کې د یاد هوکړه لېک د پلي کېدو له لارې هېواداوالو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ