د افغان پُست د پُست خونو له لارې ولایتونو څخه مرکز او مرکز څخه ولایتونو ته د ښوونځیو د فراغت جدولونو د انتقال پروسه پیل شوه:
یاده پروسه د نتایجو او شهادت نامو ریاست او افغان پُست امارتي شرکت د نماینده گانو تر منځ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل او لومړنۍ بسته د نتایجو او شهادتنامو له ریاست څخه آخذه او د پروان ولایت پوهني ریاست ته د ورستیو کړنو په موخه و استول شوه.