د افغان پُست شرکت عملیاتی او تخنیکی مرستیال او د بشری سرچینو رئیس یې دندو ته وروپیژندل شول

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۹:۶
.

ښاغلي عبدالهادي ذهین د عملیاتي او تخنیکی مرستیال او د عامل پلاوي غړي په توګه او ښاغلي خبیب حکمت د بشري سرچینو د رئیس او د عامل پلاوي غړي په توګه یې دندو ته یې وروپیژندل شول.

په دې محفل کې چي ښاغلي لعل الدین آریوبی د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د مخابراتو وزارت رییسانو، د افغان پُست شرکت کارکونکو او میلمنو برخه اخیستې وه، د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس لازمی لارښوونې او سپارښتنی له نوي ټاکل شوي چارواکو سره شریکې کړئ او په ګمارل شوي چارو کې د دوی د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. همدارنګه ښاغلي ویس د نوو ټاکل شوو مسولینو د بریا د غوښتلو تر څنګ د هر ډول همکاری ژمنه وکړه او د دوی ټاکنه یې نیک ګام وګاڼه.

ښاغلي عبد الهادی ذهین او ښاغلي خبیب حکمت ژمنه وکړه چې د افغان پُست شرکت پلانونه او برنامی به په ښه توګه پلي کوي او هیڅ راز هڅې به ونه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ