د افغان پُست شرکت لوی رئیس د بهرنیو چارو وزارت اړوند د سندونو د ترلاسه کولو او ویشلو له پروسې څخه لیدنه وکړه.
د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د بهرنیو چارو وزارت اړوند د مصدقه سندونو د ترلاسه کولو او ویشلو له پروسې څخه څارنه وکړه. ښاغلي ویس د ستونزو او وړاندیزونو په اوریدو سره د مصدقه سندونو د ویشلو پروسې د ګړندي کولو لپاره پلازمې لارښوونې وکړی ترڅو پیرودونکو ته یې سندونه د بهرنیو چارو وزارت د کړونو څخه وروسته په ټاکل شوو وختونو کې د پُسته خانو له لارې وویشل شي.