د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس د (کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ) د پلټنې په چارو کې، د پلټنې عالی ادارې له مرستیال ښاغلی سید بلال هاشمي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو څخه د یادونې تر څنګ، د عامه خدمتونو پراختیا په موخه د افغان پُست پر تازه طرحو خبرې وکړې.
په ناسته کې ښاغلي هاشمي، د افغان پُست شرکت له پرمختګونو او ودې څخه د ستاینې تر څنګ، د دغه شرکت له پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.