د افغان پُست له مرکزي پُسته خانې څخه د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!
د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت د تخنیکي او عملیاتي مرستیال او اداري هییت په ګډون له مرکزي پُسته خانې څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي ویس، د پُستي خدمتونو لا اغېزمنتیا او پېرودونکو پر وړاندې د شته ناخوالو راکمولو په موخه د اړوندو برخو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د څار او کتنې په لړ کې ښاغلي ذهین، د افغان پُست شرکت پرمختګ او ودې په پار د ځینو تخنیکي پرمختګونو او بدلونونو وړاندیز وکړ.