د اکتوبر 9 مه، د پُست نړیواله ورځ

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۸:۵۲
,

د افغان پُست دولتي شرکت د رهبرۍ پلاوي د پُست نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې و لمانځله.

دغه لمانځ غونډه په انترکانتـیننتال هوټل کې د ریاست الوزرا د دویم مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنفی، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلی مولوی نجیب الله حقانی، د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی او یو شمېر نورو جګ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون سره و لمانځل شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړي سر کې د غونډي ګډونوالو ته د ا.ا.ا د رئیس الوزرا استول شوی پیغام واورول شوو، تر هغه وروسته د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس، د ریاست الوزرا دویم مرستیال، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر، او یو شمېر نورو چارواکو د پُست د نړیوالي ورځي د اهمیت او پُستي خدمتونو د کیفیت په اړه ویناووي وکړي، چارواکو په خپلو ویناوو کې د افغان پُست شرکت د مشرتابه او کارکوونکو هلي ځلي وستایلي او په هېواد کې یې د پُستي خدمتونو په لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د افغان پُست دولتي شرکت او روشن مخابراتي شرکت تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

د دغه هوکړه لیک په اساس به هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د روشن مخابراتي شرکت سیمکارټونو او چوپړتیاوو ته لاس رسۍ ولري

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د کابل ولایت دارالامان پُست خونې له لاري د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سیمکارټونو د خرڅلاو افتتاحیه مراسم.

د کابل ښار او په ځانګړي توګه د دارالامان سېمي قدرمن اوسیدونکي له دې وروسته کولای شي چې د دارالامان پُست خونی له لارې د افغان بیسیم مخابراتی شرکت سیمکارټونه لاسته راوړي او همدارنګه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۸:۵۲
Background image

د اکتوبر 9 مه، د پُست نړیواله ورځ

د افغان پُست دولتي شرکت د رهبرۍ پلاوي د پُست نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې و لمانځله.

دغه لمانځ غونډه په انترکانتـیننتال هوټل کې د ریاست الوزرا د دویم مرستیال ښاغلی. . .

بیرته تګ