د (تیتسو ناکامورا بشرپاله چوپړونو په ویاړ) پُستي ټکټ د پرانیستې غونډه!

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۲۳
.

د افغان پُست شرکت له خوا (د تیتسو ناکامورا بشرپاله چوپړونو په ویاړ) چاپ شوی پُستي ټکټ، د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي فضل محمود فضلي، د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، په کابل کې د جاپان سفارت شازدافیر او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې ښاغلي ویس، ناکامورا د افغانستان پېژندګلوي یوه مهمه برخه یاد کړ او د هغه لاسته راوړنې یې د افغانانو له پاره مثال وباله.

ښاغلي فضلي هم د ډاکټر ناکامورا له لاسته راوړنو څخه د ستاینې تر څنګ، د افغان پُست شرکت له خوا، د دغه پُستي ټکټ چاپول اغېزناک ګام وباله او دا چاره یې د افغانستان په تاریخ کې د ناکامورا فعالیتونو ته د تل پاتې یادګار پاتې کېدلو له پاره اړینه یاده کړه.

په مراسمو کې د جاپان هېواد شازدافیر خپله وینا د تیتسو ناکامورا پر فعالیتونو، د اوبو مدیریت او دا چې څه ډول یې د جاپان دودیزو لارو چارو پر مټ وکولای شول زرګونه جریبه شاړه ځمکه اباده کړي راټوله کړه.

د ناکامورا پُستي ټکټ له پرانیستې وروسته، د غونډې په پای کې راغلو مېلمنو د افغان پُست شرکت له خوا د پُستي ټکټونو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د تیتسوناکامورا د بشرپاله خدمتونو په ویاړ (پنځوس زره) پُستي ټکټونه چاپ شول او د هر ټکټ بیه ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ