د جدی میاشتي 23 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته تر سره شوه!

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۵:۴۳
;

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو فعالیتونو لکه د پُستي کڅوړو د معیاري کتنې (چک) په موخه د مشترک میز را منځته کولو، د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې په اساس په ترانزیټي وسایطو کې د GPS آلي نصبولو، د ۶ نویو ایجاد شویو پُست خونو لپاره د انترنټي اسانتیاوو برابرولو، د کار آموزانو لپاره د کارې زده کړو په برخه کې د اسانیتاوو برابرولو او د ریاستونو له لورې د پیل شویو قراردادونو د بشپړولو پر موضوعاتو هر اړخیز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامیم و نېول شول.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ