د درې ورځنې ښوونیز او معلوماتي سیمینار پای!
یاد سیمینار چې د پُست د ولایتي مدیرانو د ظرفیت د لوړوالي په پار د افغان پُست دولتي شرکت په مرکزې دفتر کې په لار اچول شوی وو نن د سه شنبه په ورځ د 1401/01/09 نېټې د یاد شرکت د ښاغلو معاونینو او څانګو د رئیسانو په ګډون سره پای ته ورسید، پدې ناسته کې د ولایتي پُست خونو په موجوده ستونزو او حل لارو بحث او خبرې اترې تر سره شوی.
د غونډي په پای کې د پُست ولایتی مدیران د تصدیق پاڼو او ډالۍ په ورکولو سره تقدیر شول.