د عامه ساتنې ملي تصدۍ له لوی رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۹:۱۵
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د ځانګړې کتنې په ترڅ کې، د عامه ساتنې ملي تصدۍ له لوی رییس ښاغلي خوشحال سعادت سره وکتل.

د دغې کتنې په ترڅ کې، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ په ریاست کې تر سره شوه، ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت فعالیتونو وروستیو لاسته راوړنو او آینده پلانونو په اړه خبرې وکړې.

په کتنه کې ښاغلي سعادت، د افغان پُست شرکت له لاسته راوړنو او اغېزناکو پلانونو څخه د ستاینې تر څنګ د دغه شرکت له عامه خدمتونو څخه د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

په پای کې دواړه لوري، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه په نیږدې راتلونکې کې د یوه هوکړه لیک پر لاسلیک موافقه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ