د لړم (عقرب) میاشتې 8 مه نېټه، کابل ښار په پُل محمود خان سېمه کې د افغان پُست د نوې څانګې او د پیرېدونکو اړیکو نېولو مرکز (199) پرانېسته وشوه!

noor_admin
;

افغان پُست امارتي شرکت، د پل محمود خان سېمه کې خپله نوې پُست خونه او د پېریدونکو خدماتو لپاره د اړیکو نیولو مرکز (199) د یوې پرتمېني غونډې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو د نظارت هیئت رئیس مولوي احمد جان بلال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د پاسپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالکریم حسیب، د افغان پُست امارتي شرکت عمومي رئیس الحاج مولوي رحمت الله مکي، د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي چارو ریاست مرستیال مفتي بشیر احمد، د افغان پُست امارتي شرکت د مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او د یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانېسته او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت سره د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي چارو د خدمتونو هوکړه لیک هم تمدید کړ.

د یادې غونډې پرمهال ویناوالو د افغان پُست امارتي شرکت له کړنو او پرمختګونو څخه خوښې وښوده او په راتلوونکي کې یې د ورته نورو پرمختګونو هېله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې یاده پُست خونه د اوسمهال لپاره یواځي د پاسپورټونو د وېش لپاره پرانېستل شوې ده او ډېر ژر به د افغان پُست نور خدمات هم له یادې پُست خونې څخه ترسره شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو!

دغه هوکړه‌ لیک د دواړو ادارو ترمنځ د خدمتونو د لا اغېزمنتیا، چټکتیا او شفافیـت د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د عامې روغتیا وزارت له ولایتي ریاستونو څخه تر مرکزي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

یکشنبې ورځ ۱۴۰۴/۰۸/۱۸ نېټه! ننګرهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل، هرات او کندهار وروسته دا ځل په ننګرهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کندهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل او هرات وروسته دا ځل په کندهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ . . .

Back to announcements