د لېندۍ (قوس) میاشتې په 20 مه نېټه، اداری ناسته تر سره شوه :

د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته د یاد شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د چمتلي سېمي د پُست خونې د ځای بدلولو، د یوه ځانګړي مېکانېزم په دائره کې د قراردادونو/ پروژو کوچنیو ترمیماتو او متفرقه کارونو مخته وړلو ، په ربعواره توګه د پېرود هيئت د ټاکلو په پار د ریاستونو له لوري د مخلص، په کارپوه او مجربو کسانو معرفی کولو، د عملیاتي ریاست اړوند خالي بستونه په وړ او مسلکي اشخاصو ډکولو او معلوماتي ټکنالوجۍ اړوندو موضوعاتو هر اړخېر بحث تر سره شو او د یادو موضوعاتو په اړه اړېن تصامیم و نېول شول.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د څانګو رئیسانو او آمرینو ته د بریالېتوبونو هېله څرګڼده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه اړېنې لارښووني او سپارښتنې وړاندې کړي.