د مالیې له سرپرست وزیر سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د یوې ځانګړې ناستي په ترڅ کې د مالیې وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمد خالد پاینده سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د افغان پُست شرکت له لاسته راوړنو او د دغه شرکت د راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات شریک کړل.
په ناسته کې ښاغلي پاینده، د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه د ستاینې ترڅنګ په راتلونکې کې د دغه شرکت د هر اړخیز ملاتړ ژمنه هم وکړه.