د موبي ګروپ له بنسټګر او عمومي رئیس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۴
post

د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کارځای کې د موبي ګروپ له بنسټګر او عمومي رئیس ښاغلي سعد محسني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د برېښنايي خدمتونو پراختیا، برېښنايي پاسپورټونو او پېژندپاڼو وېش، بهرنیو چارو وزارت ته د اسنادو تاییدۍ پروسې او د دغه شرکت د تازه پلانونو په تړاو د معلوماتو تر څنګ زیاته کړه، افغان پُست د خپلو تازه پلانونو او تشکیلاتي پراختیاوو پر مټ هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په لټه کې دی.

په ناسته کې ښاغلي محسني، د افغان پُست له اغېزناکو کورنیو او نړیوالو خدمتونو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، دغه شرکت د غوره پُستي خدمتونو پر مټ د خلکو تر مېنځ لوړ ځای خپل کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ