د هرات ولایت مرکزي پُست خونې او د افغان پُست له خدماتو څخه د افغان پُست امارتي شرکت رهبري او مل پلاوي لیدنه وکړه.

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۹:۲۴
;

د هرات ولایت والی شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار، د افغان پُست امارتي شرکت عمومي رئیس الحاج مولوي رحمت الله مکي، د افغان پُست د سوداګرۍ د پراختیا رئیس انجنیر ذبیح الله عمر، د هرات ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مولوي حافظ خیرخواه، او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت له مرکزي پُست خونې څخه لیدنه وکړه.

د افغان پُست عمومي رئیس، د هرات ولایت مرکزي پُست خونې ته د هرات ولایت د محترم والي، او ورسره مل پلاوي د راتګ دروند هر کلی وکړو او د یادې پُست خونې له لارې یې، د هرات ولایت اوسېدونکو ته د با کیفیته خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

یاد پلاوي، د پُست خونې د پاسپورټونو د وېش څانګې څخه هم لیدنه وکړه، چې پدې برخه کې د پاسپورټونو د منظم وېش په موخه د اړتیا وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د یوې ورځې په جریان کې به له دغې څانګې څخه د هرات ولایت اوسېدونکو ته شاوخوا پنځه زره جُلده پاسپورټونه وېشل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۸:۴۷
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، دلوې میاشتې ۲۹ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ