د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د کارګو برخې له مسوول سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۹:۱۴
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د (PIA) یا پاکستان نړیوال هوایي شرکت له کارګو یا بار وړونکو الوتکو له مسوول محمد عامر اقبال او ورسره پلاوې سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، اسیايي هیوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته، د کارګو له لاري پُستي توکو لېږد را لېږد د افغان پُست شرکت ستره اړتیا یاده کړه او په دې برخه کې یې له (PIA) شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

په ناسته کې ښاغلي اقبال، له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په لړ کې، د یوې هوکړې پر اساس له افغان پُست شرکت سره د کارګو پُستي توکو لېږد را لېږد په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ