د 1403 هـ ل کال، اسد میاشتي 8 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو او څانګو رئیسانو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه د بهرنیو چارو وزارت سره د شوې تفاهمنامې پای ته رسیدل، د نوې تفاهمنامې لاسلیک کول او په یو شمېر نورو ادارې، عملیاتي او تجارتي مواردو کې هر اړخیز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.