د 1403 هـ ل کال، سنبلې میاشتي 13 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو او څانګو رئیسانو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه په مرکز او ولایتونو کې د افغان ُپست د زیانمن شویو تعمیرونو د بیا ځلې ترمیم، د کارګو آمریت لپاره د جوړ شوي سیستم د ځانګړتیاوو د څرنګوالي او له یاد سیستم څخه د ګټي اخیستني او د ولایتونو په مرکز کې د ُپستي خدماتو د عصري کولو او تر څنګ یې ولایتي آمریتونو ته د نقلیه وسایطو د ورکړي پر موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړین تصامیم اتخاذ شول.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.