د 1403 هـ ل کال، میزان میاشتي 2 مه نېټه، کابل د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۰
;

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو او څانګو رئیسانو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه په ولایاتو کې د پُستي خدمتونو د لا ښه والي او د مراجعینو غوښتنو او ستونزو ته د رسیدو په موخه له ولایتي مسئولینو سره میاشتینۍ ناستې پېلولو، د افغان پُست کال سنټر ( اړېکو نیولو مرکز) د ژر تر ژره په فعالیت پیلولو، د مالي سیستم لپاره د ای ټي (IT) وسایلو د شتون په اړه تصمیم نیولو او د معارف شهر سره د شوي تفاهمنامي د لا ښه تطبیق په موخه د ای ټي (IT) وسایلو چمتو کولو پر موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شو.

د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ