له افغان بیسیم شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۱۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، له افغان بیسیم شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د دغه شرکت له رییس ښاغلي علی الله سروری او ورسره اداري پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د ازاد بازار او پېرودونکو د غوښتنو پر اساس، د متقابلو همکاریو پر وده او پراختیا ټینګار وکړ.

د ناستې په ترڅ کې، افغان پست شرکت ته د بازار موندنې، مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو او برعکس افغان بیسیم شرکت ته په ملي او نړیواله کچه د پستي اسانتیاوو برابرولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

په دغه کتنه کې ښاغلي سروري وویل، د ویاړ ځای دی، چې د ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له یوه ملي شرکت سره یو ځای کار کوو او د دغې هوکړې پر اساس چمتو یو څو افغان پُست شرکت د خپلو چارو د چټکتیا په موخه، د افغان بیسیم له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.

د کتنې په پای کې، د افغان بیسیم شرکت رییس د ښاغلي ویس په ملتیا، د دغه شرکت له مرکزي پُست خونې او تازه جوړو شویو اداري څانګو څخه هم کتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ