له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
;

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د الکترونیکي سوداګرۍ (E-commerce) د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کولو لپاره د راتلونکې همکارۍ په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
دغه لیدنه د افغان پُست لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي څو د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په ګډه خپلو خدمتونو ته وده ورکړي او د هېوادوالو لپاره معیاري او نوې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ