له هنرسالار (آرټ لارډز) شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۴:۵۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ارټ لوډز هنري شرکت له استازې ښاغلي رازق مهرپور سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس په ملي او نړیواله کچه، د دغه شرکت له خوا په جوړو شویو نندارتونو کې د ګډون په موخه د هنري اثارو لېږد را لېږد په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په کتنه کې ښاغلي ویس همدا راز وویل، د افغان پُست شرکت له خوا له چاپ شويو پُستي ټکټونو ته به، چې په نړیواله کچه د هېواد د کتلور او دودونو استازیتوب کوي، د سوژو تر لاسه کولو په موخه د دغه شرکت د لاسرسی زمینه برابره کړي.

په ناسته کې د ارټ لوډ شرکت استازي، د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه د ستاینې او خوښۍ تر څنګ زیاته کړه، چې د افغان پُست شرکت د تازه رامنځته شويو (ځانګړو خدمتونو) په مټ یې په ډېره کمه موده کې خپل هنري اثار تر نړیوال بازاره رسیدلي.

د ناستې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د دوامداره اړیکو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
Background image

د عوایدو لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو له رییس حبیب الله امین اندړ سره وکتل.

په دغه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۵
Background image

له مرکزي پُست خونې او د افغان پُست کارکوونکو له دفترونو څخه د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د اداري مرستیال خیبر صدیقي او ورسره پلاوې په مشرۍ د افغان پُست له مرکزي پُست خونې او دغه شرکت اداري دفترونو د بیا رغوونې له چارو څخه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

په افغانستان کې د (Air Arabia) هوایی شرکت له استازی سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت له خوا د کارګو خدمتونو پیل او ودې په موخه، په افغانستان کې د عربیه هوایي شرکت (Air Arabia) له استازي ښاغلي فرید احمد نظري سره. . .

بیرته تګ