محمد اشرف غنى د شاه امان الله خان د نيمګړي فصل د بشپړولو ژمن ولسمشر

haseeb_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳ - ۸:۱۶
new stamp

شاه امان الله خان غازي د افغانستان د ډیرو وګړو لپاره د مدرنیت، روښانتیا او هیواد پالنې بیلګه ګرځیدلی دى. شاه امان الله خان غازي د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ګټونکی دی چی د غازي امان الله خان د ارمانونو پوره کولو مخه ډيرو ننګونو نیولی وه. د خپلواکۍ غوښتونکي شاه د ارمانونو بشپړول اوس د دی خاورې اصیل، زړور او مفکر زوی ته پاتې شوي دي. ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سملې کلیزې په ویاړ د دار الامان ماڼۍ پرانیست غونډې په لومړیو شیبو کې پُستی تکت چی د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمې کلیزې په ویاړ چاپ شوی، لاسلیک او ټاپه کړ. 
نوموړی پُستي تکت د افغان پُست د کارکوونکو لخوا ډیزاین او د چین جمهوریت د پُست ادارې په مالي مرسته چاپ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ