په کابل ښار کې د ننۍ چاودنې په تړاو د افغان پُست مشرتابه د خواشینۍ پیغام!
په خواشینۍ سره، چې په کابل ښار کې د دولتي کارکوونکو د حملې پر موټر د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
بدبختانه چې په دغه پېښه کې، د نورو هېوادوالو تر څنګ د افغان پُست شرکت کارکوونکي په شهادت رسیدلي او ټپي شوې دي.
د افغان پُست شرکت مشرتابه او کارکوونکې په دغه پېښه کې د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګ، د دوئ درنو کورنیو ته د جمیل صبر په هیله دي.