۱۴۰۳ هـ ل کال، قوس میاشتې ۱۲ مه نېټه، کابل د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۳۳
;

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب د هېواد په کچه د بېلا – بېلو پُست خونو له آمرینو سره د میاشتنۍ ناستو پر مهال د تېرو شویو اجرااتو اخېستل، د هغوي ستونزو او مشکلاتو ته رسېدنه، ټولو ولایتونو ته د پُستي توکو پر چټک انتقالاتو او تبادلي، په ولسوالیو کې هېوادوالو ته د لا ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره د نویو کارمندانو ګمارلو او یو لړ نورو مهمو اداري، عملیاتي او سوداګریزو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.

د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ