1403 هـ ش کال، جوزا میاشتې لومړۍ نېټه، کابل: د افغان پُست شرکت، رهبرۍ پلاوي د ترکیش ایرلاین (Turkish Airline) هوائی شرکت له لوړ رتبه پلاوي سره لېدنه وکړه!

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۵۲
;

د افغان پُست شرکت لوی رئیس، ښاغلی الحاج رحمت الله مکی، ښاغلی سرکان سونمیز د ترکیش ایرلاین د کارګو څانګي رئیس او ور سره مل پلاوي ته، تر ښه راغلاست ویلو وروسته، افغانستان ته د یاد شرکت د الوتنو بیا ځلې پیل مبارکي وړاندې کړه او یاد پلاوي سره یې، د کارګو، پارسل او EMS پُستي انتقالاتو په برخه کې، د دوه اړخېزو همکاریو د ټېنګښت په پار ابتدائې خبرې اترې تر سره کړي. همدارنگه د ترکیش ایرلاین د کارگو څانګی رئیس، ښاغلی سرکان سونمیز له افغان پٌست شرکت، سره د کارګو او پُستی انتقالاتو په برخه کې د هر اړخېزو همکارویو ژمنه وکړه.

د غونډې په پای کې یاد پلاوي د افغان پُست د پُستي ټکټونو له موزیم څخه هم لېدنه وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ