د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د افغانستان اسلامي بانک اجرائیوی رئیس ښاغلي سید موسی کلیم الفلاحی سره د دوه اړخیزه همکاریو په اړه ناسته وکړه.
پدی ناسته کې، د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیکولو ترڅنګ د افغانستان اسلامي بانک د څانګو له لارې د افغان پُست د پیرودونکو لپاره د اړینو اسانتیاو د رامنځته کولو په اړه بحث وشو.