د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره، د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.!
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، نن د کارګو لېږد پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني او د صنعت او سوداګرۍ چارو له معین محمد سلیمان بن شاه سره وکتل.
په دغه ناسته کې داړو لوریو، د کارګو له لارې سوداګریزو توکو د لېږد پر وړاندې شته ستونزو پر حل لارو سربېره، د افغان پُست شرکت پُست خونو له لارې، د فکري ملکیتونو د وېش په تړاو خبرې وکړې.
په پای کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې په نیږدې راتلونکې کې به د پُست خونو له لارې د جوازونو وېشلو په تړاو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.