د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی او معاونیونو يې د دغه شرکت له مرکزي پُست خونې څخه لیدنه وکړه،
یاده لېدنه د مرکزي پُست خونې د اړوندو څانګو د مسؤلېنو د کاري بهېر څارنه او د هغوی شته ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه تر سره شوه. ښاغلی مکي د مرکزی پُست خونې د کارکوونکو هلي ځلي و ستایلي او د شته ستونزو د حل په پار یې د هر ډؤل همکارۍ ژمنه ورکړه.