د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته د دغه شرکت د لوی رئيس مولوی رحمت الله مکی، په مشرۍ تر سره شوه چې د دغه شرکت مرستیالانو او رئیسانو په کې ګډون کړی وو.
د ناستې په پېل کې د تېرې ادارې ناستي د څېړني په موخه د څانګو رئیسانو په خپل وار سره د خپلو لاسته راوړنو او ورسپارل شویو مسؤولیتونو راپور وړاندې کړ.
د ناستې په ترڅ کې د دغه شرکت په ځېنو نورو مهمو تجاری، ادارې، تخنېکې او عملیاتې مسائلو بحث خبرې اترې وشوي او په اړوندو مسائلو اړېن تصامیم و نېول شول.
او د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېنې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړي.