د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته تر سره شوه:

haroon_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۴:۳۶
,

دغه ناسته د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

پدغه ناسته کې د تېري ادراي ناستي تر ارزیابی وروسته د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د معلوماتي ټکنالوژی د تجهیزاتو د تحویلی څانګي جلاوالی، د انټرنیټ په خدماتو کې د محدودیت وضع کولو، د 1402 کال لپاره د تدارکاتي پلان جوړولو، د اړتیا وړ توکو توحیدی راپور جوړولو او بشري سرچینو ریاست ستونزو په اړه هر اړخېز بحث وشو او په اړه یې اړينې پریکړي وشوي.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېني سپارښتني او لارښووني وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ