د سلواغې (دلو) میاشتي 8 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:
یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو فعالیتونو لکه د الکترونیکي سوداګرۍ (تجارت) لپاره د سیستم جوړولو، په پُست خونو کې د لا نظم را منځته کولو په موخه له ځانګړي یونیفورم څخه ګټه اخېستلو، له مرکز څخه ولایاتو او ولایاتو څخه مرکز ته د رسمي مراسلاتو د انتقال بهیر د لا چټکولو او له ولایاتو څخه مرکز ته د پوهنې وزارت اړوند شهادتنامو د انتقالولو پر موضوعاتو هر اړخیز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامیم و نېول شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.