د لړم (عقرب) میاشتې 8 مه نېټه، کابل ښار په پُل محمود خان سېمه کې د افغان پُست د نوې څانګې او د پیرېدونکو اړیکو نېولو مرکز (199) پرانېسته وشوه!
افغان پُست امارتي شرکت، د پل محمود خان سېمه کې خپله نوې پُست خونه او د پېریدونکو خدماتو لپاره د اړیکو نیولو مرکز (199) د یوې پرتمېني غونډې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو د نظارت هیئت رئیس مولوي احمد جان بلال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د پاسپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالکریم حسیب، د افغان پُست امارتي شرکت عمومي رئیس الحاج مولوي رحمت الله مکي، د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي چارو ریاست مرستیال مفتي بشیر احمد، د افغان پُست امارتي شرکت د مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او د یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانېسته او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت سره د بهرنیو چارو وزارت د قنسلي چارو د خدمتونو هوکړه لیک هم تمدید کړ.
د یادې غونډې پرمهال ویناوالو د افغان پُست امارتي شرکت له کړنو او پرمختګونو څخه خوښې وښوده او په راتلوونکي کې یې د ورته نورو پرمختګونو هېله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې یاده پُست خونه د اوسمهال لپاره یواځي د پاسپورټونو د وېش لپاره پرانېستل شوې ده او ډېر ژر به د افغان پُست نور خدمات هم له یادې پُست خونې څخه ترسره شي.