د افغان پُست دولتي شرکت د ادارې او خدماتو رئیس په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللې پلاوي د یاد ولایت د مرستیال والي الحاج مولوی انعام الله صلاح الدین سره وکتل.

haroon_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۳۷
,

یاد پلاوی چې پکتیا ولایت ته د افغان پُست دولتي شرکت د نوې ودانۍ لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د اسنادو د څیړني او تسلیمي په موخه تللی وو، د پکتیا ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله صلاح الدین سره یې د خپل سفر په اړه لنډ معلومات شریک کړل.

د یاد پلاوي مشر مولوي صلاح الدین حقاني وویل افغان پُست شرکت یو عام المنفعه دولتي اداره ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې پُستی او ټولګټي خدمتونه وړاندې کوي، مونږ په پام کې لرو چې د یاد شرکت خدمتونه نور هم غښتلي کړو او په دغه برخه کې ولسونو ته لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دغه موخه پکتیا ولایت کې د افغان پُست شرکت لپاره یوه ځانګړې ودانۍ جوړه کړو، او په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکاري غوښتونکي یو.

په پای کې مرستیال والي صاحب د مننې تر څنګ خوښي وښوده، چې پکتیا کې د افغان پُست شرکت خدمات لا پیاوړي کېږي او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې خپلې همکاری به د تل په څېر دوامداره وساتي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

9 اکتوبر روز جهانی پُست!

روز جهانی پُست خجسته باد 

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۴:۲۲
Background image

انتقال مطمئن بسته های پُستی شما به سراسر جهان!

افغان پُست انتقال دهنده سریع و مصؤن بسته های پُستی و محموله های تجارتی شما به سراسر جهان!

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آغاز آخذه پروسس تائیدی اسناد مربوطه وزارت تحصیلات عالی

شرکت دولتی افغان پُست از تاریخ اول میزان سال جاری آخذه پروسس تائیدی اسناد مربوطه وزارت تحصیلات عالی را از طریق پُسته خانه های شهری کابل، پُسته خانه های ولسوالی های کابل و پُسته خانه های. . .

بازگشت به خبر