د افغان پُست دولتي شرکت د ادارې او خدماتو رئیس په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللې پلاوي د یاد ولایت د مرستیال والي الحاج مولوی انعام الله صلاح الدین سره وکتل.

haroon_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۳۷
,

یاد پلاوی چې پکتیا ولایت ته د افغان پُست دولتي شرکت د نوې ودانۍ لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د اسنادو د څیړني او تسلیمي په موخه تللی وو، د پکتیا ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله صلاح الدین سره یې د خپل سفر په اړه لنډ معلومات شریک کړل.

د یاد پلاوي مشر مولوي صلاح الدین حقاني وویل افغان پُست شرکت یو عام المنفعه دولتي اداره ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې پُستی او ټولګټي خدمتونه وړاندې کوي، مونږ په پام کې لرو چې د یاد شرکت خدمتونه نور هم غښتلي کړو او په دغه برخه کې ولسونو ته لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دغه موخه پکتیا ولایت کې د افغان پُست شرکت لپاره یوه ځانګړې ودانۍ جوړه کړو، او په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکاري غوښتونکي یو.

په پای کې مرستیال والي صاحب د مننې تر څنګ خوښي وښوده، چې پکتیا کې د افغان پُست شرکت خدمات لا پیاوړي کېږي او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې خپلې همکاری به د تل په څېر دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت د لوګر، پکتیا او خوست ولایتي دفترونو(پُست خونو) څخه د عملیاتي او تجارتي مرستیال ښاغلي انجنیر حامد ناصری او ورسره مل پلاوي لیدنه.

په دغه سفر کې ښاغلي ناصري او ورسره مل پلاوي د ولایتي پٌست خونو عمومي مدیرانو او د ولسوالیو کارکوونکو سره وکتل، د کتني په ترڅ کې ښاغلي ناصري کارکوونکو ته په یو شمیر نویو تخنیکي مواردو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۸:۳۰
Background image

د 1403 هـ ل کال، سنبلې میاشتي 13 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو او څانګو رئیسانو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۸:۳۶
Background image

د 1403 هـ ل کال، اسد میاشتي 8 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو او څانګو رئیسانو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ. . .

بیرته تګ