د چارو اداري له لوی رییس ښاغلي فضل محمود فضلي سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۹:۵۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماټ ښاغلي هارون حکیمي په ګډون، د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې له لوی رییس ښاغلي فضل محمود فضلي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، شرکت ته د افغان پُست د حقوقي حیثیت لوړېدو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ له ۲۸۲۸ حکم سربېره، په هېواد کې د پُستي خدمتونو ودې او پرمختګ په تړاو د افغان پُست شرکت پلانونه او تګلارې شریکې کړې..

په کتنه کې ښاغلي فضلي، د افغان پُست شرکت ښې راتلونکې ته د هیله مندۍ تر څنګ، د افغان پُست له تېرو لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه ستاینه وکړه.

نوموړي د افغان پُست شرکت وده او خپلواکي د هېواد په اقتصادي وده کې اغېزمن وباله او د پُستي خدمتونو پرمختګ او ودې په پار یې، د افغان پُست شرکت له راتلونکو اغېزناکو پلانونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر