افغان پُست شرکت، د تخینکي او مسلکي تعلیماتو له ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

haroon.abadi
Sun, Sep 13 2020 9:23 AM
.

د دغې هوکړې له مخې به افغان پُست شرکت، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې له مؤسسو څخه فارغو شویو محصلینو ته د کار زده کړې فرصتونه او یاده اداره به د افغان پُست شرکت کارکوونکو ته لنډمهاله ښوونیز کورسونه برابروي.

د افغان پُست شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د کار زده کړې دا ډول فرصتونه د وخت اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې هوکړې اساسي موخه د محصلینو او افغان پُست شرکت کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړول دي.

په ناسته کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اکاډمیک مرستیال عبدالحمید اکبر زیاته کړه، چې له افغان پُست شرکت سره د تازه هوکړې له مخې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو محصلین د کار زده کړې یو بل طلايي چانس تر لاسه کړي او باید پوره ګټه ترې پورته کړي.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS