احمد وحید ویس د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سلیمان بن شاه سره وکتل!

haroon.abadi
Mon, Jul 26 2021 8:56 AM
.

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، اداري او تجارتي مرستیال ښاغلي محمد خیبر صدیقي، د افغان پوسټ شرکت د عامه خدمتونو انلاین پورټال او ګارګو خدمتونو په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین ښاغلي محمدسلیمان بن شاه او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پوسټ شرکت له وروستیو پرمختګونو او تر لاس لاندې چارو سربېره، په آنلاین بڼه د عامه خدمتونو وړاندې کولو پر ارزښت او څرنګوالې خبري وکړې.

په ناسته کې ښاغلي ذهین، د عامه خدمتونو انلاین سیسټم له لارې، د هېواد په کچه شاوخوا ۱۵۰ عامه خدمتونو انلاین وړاندې کولو پر اړتیا سربېره، د ډیجیټلي اقتصاد د ودې په موخه د دغه سیسټم پر ونډه او تخنیکي اړخونو بحث وکړ.

ښاغلي شا، له آنلاین لارې د غوره او رڼو چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې، د افغان پوسټ شرکت هڅې او لاسته راوړنې بې مخېینې وبللې او د دغه وزارت اړوندو عامه خدمتونو په برخه کې یې د افغان پوسټ شرکت د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS