د افغان پُست دولتي شرکت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لېک لاسلېک شو!

noor_admin
;

یاد هوکړه لېک د دواړو لوریو تر منځ د دوه اړخېزو او ګټورو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا، په ګړندی او قانوني توګه فارغینو لپاره د تحصیلي اسنادو تر لاسه کولو او طی مراحل کولو برخه کې د آسانتیاوو ایجادولو، د تحصیلي اسنادو په تر لاسه کولو کې د زده کوونکو د لګښتونو او وخت ضایع کیدو مخنیوي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدمتونو معیارې او ساده کولو او د عامه خدمتونو او د دولتي عایداتو کچې لوړولو په موخه د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس الحاج مولوی رحمت الله مکي او مولوی غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي ادارې سرپرست تر منځ لاسلېک شو.

دواړو لوریو په خپلو ویناوو کې خوښي څرګنده کړه چې د دغه هوکړه تر لاسلیک کولو وروسته به د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغینو ته د پام وړ اسانتیاوي برابر شي.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements